ایکنانیوز دالعالم له قوله راپور راکړ، دعراق اسلامی مقاومتی غورځنګ په یوې اعلامیې کې ووئيل،د سورئې په نیواکي جولان کې ئې صهیونیسټ رژيم د مورچلو او پوځي مرکزونو په ضد ئې نن پنجشنبې ورځې د ډرون پنځم عملیات هم ترسره کړل.
عراق د اسلامی مقاومتي غورځن په اعلامیې کې راغلي دي،د نیواکګر رژيم په وړاندې د مقاومت ، د فلسطین او لبنان له مظلومو خلکو سره د مرستې او او د ماشومانو ،ښځو او بوډاګانو پشمول د عامو خلکو په ضد د غاصب رژيم وژلو او جنایتونو ته په ځواب کې د مونږ دکړچار په دوام کې مو نن هم په جولان نیواکي لوړو کې یو بل حیاتي ټارګټ هم په نښه کړی او دا نن له سهار راهسې تر دې دمه دا پنځمه ډرونز حمله ده.